په افغانستان کې آنلاین بازار
ازپگ په افغانستان کې یو آنلاین بازار دی چې د ټول هېواد په کچه د پېر او پلور د اسانتیا لپاره جوړ شوی دی. د «ازپگ» نوم مانا «د ټولو څخه» ده، ځکه د افغانستان ټول خلک کولای شي د دې پلیټفارم له لارې آنلاین پېر او پلور وکړي.
په ازپگ کې تاسو کولای شئ په څو دقیقو کې خپله اعلان خپور کړئ یا هم هغه توکی ومومئ چې لټه یې کوئ. د عادي کاروونکو تر څنګ، دوکانداران او د کوچنیو کاروبارونو خاوندان هم کولای شي خپلې توکې د ازپگ له لارې وپلوري. ازپگ داسې طرحه شوی چې کار کول ورسره ساده، چټک او بې له هر ډول پېچلتیا څخه وي.


د ازپگ هدف دا دی چې په افغانستان کې تر ټولو لوی او باوري آنلاین بازار رامنځته کړي. داسې یو بازار چې هر څوک پکې—د محلي پلورونکو او کوچنیو کاروبارونو خاوندانو څخه نیولې تر کورنیو ښځو او لویو سوداګرو پورې—وکولی شي خپل توکي یا خدمات په اسانه سره ریښتینو مشتریانو ته وړاندې کړي. موږ هڅه کوو د پیرودونکو او پلورونکو ترمنځ واټن له منځه یوسو او په افغانستان کې د آنلاین تجارت نوې تجربه رامنځته کړو. ازپگ غواړي د افغانستان د ډیجیټل اقتصاد د ودې سمبول وګرځي او وښيي چې آنلاین پېر او پلور کولای شي ساده، خوندي او د ټولو لپاره ګټور وي.
په افغانستان کې د یو خوندي، ساده او پراخ آنلاین بازار رامنځته کول، چیرې چې هر څوک وکولی شي خپل محصولات او خدمات نورو ته معرفي کړي یا خپله اړتیا پوره کړي.

موږ په کومو مواردو ټینګار کوو؟
د ازپګ بنسټ په ریښتینولۍ او شفافیت ولاړ دی. موږ غواړو داسې فضا رامنځته کړو چې کاروونکي پرته له ویرې د غلطو معلوماتو یا فریب ورکونکو اعلانونو څخه په اعتماد سره معامله وکړي. ریښتینولي د هر روغ ډیجیټل بازار زړه دی.
باور د ازپګ تر ټولو لوی سرمایه ده. موږ د اعلانونو څارنه، د راپورونو مدیریت او د خوندي میتودونو په کارولو سره هڅه کوو چې د افغانستان د آنلاین بازار لپاره خوندي چاپیریال برابر کړو.
د کاروونکو رضایت زموږ لومړیتوب دی. زموږ هدف دا دی چې هر پیرودونکی او پلورونکی د افغانستان په آنلاین بازار کې اسانه، چټک او خوشحاله تجربه ولري او زموږ د خدماتو څخه رضایت او ارزښت احساس کړي.
موږ باور لرو چې د افغانستان راتلونکی په ټیکنالوژۍ پورې تړلی دی. ازپګ د نوو ټیکنالوژیو او مناسب حلونو په کارولو سره د آنلاین سوداګرۍ تجربه اسانه او هوښیار کوي او د ډیجیټل ودې لپاره لار پرانیزي.
موږ هره ورځ هڅه کوو چې ازپګ له تیرې ورځې غوره کړو. د ډیزاین ښه کول، د سرعت زیاتوالی او د امکاناتو لوړول زموږ هدف دی چې د افغانستان خلکو لپاره لوړ کیفیت لرونکی آنلاین بازار رامنځته کړو.
ازپګ مرسته کوي چې کاروونکي پرته له اضافي لګښتونو په څو دقیقو کې خپل معامله ترسره کړي. موږ باور لرو چې آنلاین سوداګري باید هم اسانه او هم اقتصادي وي، چیرې چې د خلکو وخت او پیسې ارزښت لري.
ایا ته غواړې څه واخلی؟
د غوښتل شوي کټګورۍ یا توکي نوم ولیکئ او خپله ولایت یا ښار وټاکئ.
اعلانونه وګورئ، بیې، انځورونه او توضیحات پرتله کړئ.
په ازپگ کې د پلورونکي سره د تلیفون یا واتساپ له لارې اړیکه ونیسئ.
یو ملاقات تنظیم کړئ، توکي وکتئ، او بیا خپل پیرود ترسره کړئ.
خپل تجربه شریکه کړئ تر څو معاملی خوندي شي. تاسو کولی شئ ازپگ ته ایمیل هم واستوئ.
ایا ته غواړې څه وپلورې؟
اکاونت جوړ کړئ یا خپل موجوده حساب ته ننوتل.
انځور اضافه کړئ، توضیحات ولیکئ او بیه وټاکئ.
ستاسو اعلان په څو ثانیو کې په افغانستان کې د ازپگ آنلاین بازار کې نشر شي.
خریداران به له تاسو سره اړیکه ونیسي یا پیغام واستوي.
معامله پای ته ورسوئ او له خپل پلور څخه خوند واخلئ!




د ازپګ مفکوره د افغانستان د خلکو د ورځني ژوند څخه راوتلې؛ هغه ځای چې پیرود او خرڅلاو د کار او ژوند جلا کیدونکی برخه ده، خو تل اسان، خوندي او یا د ټولو لپاره په لاسرسی کې نه و. د دې ننګونو لیدلو وروسته پریکړه وکړه چې د افغانستان لپاره یوه خوندي آنلاین بازار رامنځته کړو چې څو بنسټیزو اړتیاوو ته ځواب ووایي:
ډیری خلک په ښارونو او ولسوالیو کې د فزیکي بازارونو یا باوري شبکو سره د پیرود او خرڅلاو لاسرسی نه درلود. ازپګ راغی چې دا فاصله له منځه یوسي او ډیجیټل بازار ټولو ته په لاسرسی کې کړي.
کارونکي د معاملو پر مهال د جعلي اعلانونو یا غیر حقیقي پلورونکو په اړه اندیښمن وو. ازپګ د اعلانونو مدیریت او څارنې او شفاف چاپیریال جوړولو سره هڅه کوي چې خوندي او باور وړ فضا رامنځته کړي.
په افغانستان کې پیرود او خرڅلاو اکثر وخت نیسي او پېچلی وو. ازپګ د ساده ډیزاین او کارونکي دوستانه انٹرفیس سره دا ممکنه کړه چې هر څوک په لږ وخت کې خپل اعلان خپور کړي یا مطلوب توکي ومومي.
ډیری کوچني او محلي کاروبارونه د لیدو فرصت نه درلود. ازپګ له هغوی سره مرسته کوي چې د افغانستان آنلاین بازار «ازپګ» له لارې نوې مشتریان پیدا کړي او وده وکړي.

"هر کسی به ایجاد تسهیلات به مردم رنج دیده ما تلاش میکند، قابل ستایش است"
مشتری
موږ سره یوځای شئ